د افغان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ وروستي راپور د امریکایي سناتورانو غبرګونونه پارولي دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې سناتوران وايي چې ددغه راپور په اړه باید پلټنې وشي او امریکایي حکومت دې سنا ته ځواب ووايي. ګڼو سناتورانو د خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي چې درې امریکایي ولسمشران او لوړپوړي نظامي چارواکي باید د امریکا ولس ته په دې اړه معلومات ورکړي چې د افغان جګړې ماهیت څه دی او ولې دومره امریکايي عسکر په دغه هېواد کې ووژل شول. دوی همدا راز امریکايي ولسمشران په دې پړه بولي چې اتلس کاله یې د افغان جګړې په اړه معلومات له خلکو پټ کړي دي. واشنګټن پوسټ ۲ زره پاڼو مهمو اسنادو ته لاسرسی موندلی چې په هغه کې د افغان جګړې په اړه ناویل شوې خبرې راغلې دي. د اسنادو له مخې امریکايي جنرالانو او ديپلوماتانو ویلي چې د افغان جګړې په اړه خلکو ته دروغ ویل شوي دي.





























