د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي افغانستان په حساسو شرایطو کې دی نو نړیوالو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې پانګونه ډېره کړي. دده په خبره د افغانستان په اقتصادي ودې سره دغه هېواد ته دایمي سوله او ثبات راتلی شي. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته ژمنه ده خو افغان حکومت ته هم په کار ده چې پر خپلو ژمنو وفا وکړي. اردوغان دغه راز ټینګار کړی چې ترکیه او ناټو د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي. ده هیله څرګنده کړې چې د ټولو اړخونو په ګډو هڅو افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راشي.





























