ایران وایي د افغانستان ټول سیاسي اړخونه دې د خبرو له لارې د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅې وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ټول اړخونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي. د جواد ظریف په خبره په افغانستان کې د طالبانو په ګډون ټول سیاسي لوري باید په یوه مېز خبرو ته سره کېني او روانې ناندرۍ باید ختمې کړي. ظریف وايي نړیوالو ته هم په کار ده چې د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي خو له مداخلې ډډه وکړي. دده په وینا په افغانستان کې د افغانانو په مالکیت او د بهرنیانو له مداخلې پرته د سولې راتګ ممکن دی.





























