ددې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په ټوله ولسوالۍ کې اووه ښوونځي فعال دي، چې هغه هم په خورا ناوړه حالت کې دي. ددوی په خبره په شته ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي، پوره تدريسي توکي، کتابونه او نور امکانات نشته. دوی وايي چې د ښوونځيو ودانۍ يې هم په بد حالت کې دي او د احيا دارالعلوم په نوم د يوې ليسې ودانۍ د ملي اردو لخوا د نظامي مرکز په توګه کارول کېږي.د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت غواړي چې دغو ستونزو ته پام وکړي او له طالبانو یې هم غوښتنه کړې چې په دې برخه کې نه يوازې ستونزې جوړې نه کړي، بلکې مرسته او همکاري وکړي.





























