د افغانستان سوله د امریکا لپاره لومړیتوب دی. د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي د افغانستان سوله د امریکا لپاره لومړیتوب دی او هیله لري چې روانې خبرې ژر مثبتې پایلې ولري. د ویلز په وینا د سیمې هېوادونه هم باید په ګډه د افغانستان په ثبات او سوله کې همکاري وکړي. ویلز وایي امریکا په افغانستان کې له خپلو شریکانو او ټولو سیمه ییزو هېوادونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي په کمولو او جګړو په له منځه وړلو کې هېڅ راز همکاري و نه سپموي. نوموړې دا هم ویلي چې امریکا د نړیوال بانک د یوه ستر مرستندوی هېواد په توګه هڅه کوي چې په افغانستان کې مهمې او بنسټیزې پروژې پر مخ لاړې شي او ددغه بانک له لارې یې مرستې دوام لري.





























