امریکا دې په افغانستان کې د سولې لپاره د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې وکړي. امریکايي سناتور لیندسي ګراهام له فاکس نیوز سره په تازه خبرو کې ویلي چې د افغان جګړې اصلي جرړه په پاکستان کې ده. دده په خبره په پاکستان کې لا هم د طالبانو امن مرکزونه او پټنځایونه موجود دي چې له دغه ځایه په افغانستان کې جګړه رهبري کوي. دده په خبره که امریکا په افغانستان کې سوله غواړي نو لومړی دې د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې وکړي. هغه زیاته کړې چې که پاکستان د طالبانو مرکزونه او روزنځایونه له منځه یوسي نو په څو اونیو کې طالبان په افغانستان کې له منځه ځي. ګراهام ټینګار کړی چې پاکستان د طالبانو ملاتړی دی او باید دغه هېواد د یادې ډلې له ملاتړ او تجهیز را وګرځول شي.





























