هېڅوک باید د خپلو ګټو لپاره د افغان سولې هڅې زیانمنې نه کړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو زویر محمود قریشي ویلي د سولې نوو پیل شوو هڅو ته هیله من دی. د قریشي په خبره پاکستان په افغانستان کې د سولې ملاتړی دی او هیله لري دغه هېواد له دایمي ثبات برخمن شي. ده دا هم ویلي چې هېڅوک باید د شخصي ګټو لپاره د افغانستان د سولې هڅې زیانمنې نه کړي. قریشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پاکستان له طالبانو په ملاتړ تورن دی. افغان حکومت تل ټینګار کړی چې پاکستان دې باید د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي او په خپل هېواد کې دې دوی ته پناه نه ورکوي. خو پاکستان دا تورونه بې بنسټه بولي.





























