لا هم افغان ماشومان او کم عمره ځوانان د جګړې په لیکو کې ګومارل کېږي. ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم له خطر سره مخ دی. ددغه سازمان په وینا لا هم افغان ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د جګړې په لیکو کې ګومارل کېږي. په اعلامیه کې راځي چې ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره ده خو په ډېرو برخو کې لا هم زرګونه ماشومان له زده کړو او تعلیم بې برخې دي. سرچینه دغه راز لیکي چې د ماشومانو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او روانې جګړې ددوی ژوند تریخ کړی دی. ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري حقونه له خطر سره مخ بللي او په دې برخه کې یې حکومت او فعالو بنسټونو ته د لا ډېر کار او هڅو سپارښتنه کړې ده.





























