چهارشنبه, اگست 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دایکندي کې سلګونه زره کسان د روغتیا او حفظ‌الصحې له پروګرامونو برخمن شوي

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دایکندي کې سلګونه زره کسان د روغتیا او حفظ‌الصحې له پروګرامونو برخمن شوي

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د سولې خبرې او پر اوربند اختلافات؛ امریکا عمومي؛ خو طالبان یوازې له امریکايي ځواکونو سره اوربند غواړي

دسمبر 11, 2019
in افغانستان
0 0

امریکا او طالبانو تر منځ پر اوربند اختلاف روان دی. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د امریکا او طالبانو تر منځ په روانو مذاکراتو کې پر ټولو مواردو هوکړه شوې ده، خو د اوربند پر سر اختلافات موجود دي. پخواني طالب چارواکي وایي چې امریکا پر عمومي اوربند ټینګار کوي، خو طالبان بیا وايي چې دوی یوازې له امریکا سره اوربند ته تیار دي. طالبانو ته نږدې سرچینې دا هم وایي چې له امریکا سره د مسودې تر لاسلیک وروسته به په لسمه ورځ بین الافغاني مذاکرات پيلېږي او په همدې مذاکراتو کې به پر اوربند خبرې کېږي.

له څو ورځو راهیسې د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ مذاکرات روان دي. امریکايي لوری له طالبانو سره پر خبرو لګیا دی او د دې تمه شته ده چې دواړه لوري ژر تر ژره د سولې هوکړه لاسلیک کړي. رسنۍ وايي چې امریکا او طالبان د سولې هوکړې د لاسلیک پر نېټه بحثونه کوي، خو ځینې سرچینې بیا وايي چې د اوربند پر سر د دواړو لورو تر منځ اختلافات روان دي. طالبان ټینګار کوي چې یوازې له امریکا سره اوربند کوي او له افغان حکومت سره د اوربند پر سر به په بین الافغاني خبرو کې بحثونه کېږي. خو امریکا وایي چې باید د دواړو لورو تر منځ یو عمومي اوربند رامنځ ته شي.

طالبانو ته نږدې کسان وایي چې طالبان د جګړې اصلي لوری امریکا بولي، نو له همدې امله لومړی له دغه هېواد سره د سولې هوکړه لاسلیک کول او بیا د افغاني خبرو پیلول غواړي. پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین وویل: ((هلته چې یو څه تخنیکي مشکلات طالبان لري. اصلاً دلته جګړه او زور د امریکایانو دی، دوی دې هوکړه وکړي، جګړه دې ودروي او همدا چې دا مسئله یوې غاړې ته شي، بین الافغاني مذاکرات پیلېږي. په همدې مذاکراتو کې پر اوربند هم خبرې کېږي)).

پر طالبانو له دې امله په ټولنیزو رسنیو کې نیوکې ډېرې شوې دي چې ګواکې ولې له امریکا سره اوربند، خو له افغان حکومت سره جګړې ته ادامه ورکوي. دغه ډلې ته نږدې کسان وايي چې دمګړۍ مذاکرات له امریکا سره روان دي او د بین الافغاني مذاکراتو په اجنډا کې اوربند هم شامل دی. پخواني طالب چارواکي وايي چې د دواړو لورو تر منځ ډېری موارد حل شوی دي، خو یوازینی خنډ د اوربند مسئله ده، چې امریکا د عمومي اوربند او طالبان بیا یوازې له امریکا سره د اوربند خبره کوي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې له امریکا سره د هوکړې له لاسلیک سره سم به لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکرات پیليږي او په هغه کې اوربند د بحث مهمه موضوع ده. د سیاسي چارو شنونکی عنایت الله کاکړ وایي: ((د هوکړې په موسوده کې دا راغلي چې تر لاسلیک لس ورځې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي. په همدې غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ پر اوربند هم خبرې کېږي)).

بلخوا داسې اندېښنې هم شته چې ښایي د مذاکراتي ټیم او نورو مواردو پر سر د سیاسي جهتونو تر منځ د اختلافونو پر رامنځ ته کېدو بین الافغاني مذاکرات وځنډېږي او دا مسئله جګړه اوږده کړي. د سیاسي چارو شنونکي او دغه راز د پارلمان ځینې غړي دا اندېښنه لري چې له امریکا سره د مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته، طالبان ښايي له افغان حکومت سره جګړې ته ادامه ورکړي او په دې توګه به په هېواد کې یو بل بحران پيل شي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وايي چې د جګړې اصلي قربانیان اوس هم افغانان دي او له اوربند پرته له امریکا سره د طالبانو د سولې خبرې افغانانو ته هېڅ ګټه نه شي رسولی. هغه وايي: ((جګړه افغانان کوي، وژل کېږي افغانان، خو اوربند له امریکا سره کېږي، دا مسئله د افغانستان په ګټه نه ده)).

د مشرانو جرګې یوه بل غړي عبدالولي عليزي وویل چې دا سوله د افغانانو سوله نه ده؛ بلکې د طالبانو او امریکا سوله ده چې افغانانو ته ګټه نه شي رسولی. علیزی وايي: ((د امریکایانو پاتې وسلې به له طالبانو سره وي، امریکا به یې ملاتړ کوي او وژل کېږي به افغانان)).

د اوربند پر سر د اختلافاتو خبره داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د سفر پر مهال دلته د جګړې د پای ته رسېدو او ژر تر ژره د یوه اوربند د رامنځ ته کېدو خبره هم کړې وه.

Tags: featured
Share34Tweet11Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

حوثيانو د یمن پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي

اگست 11, 2026

د ایران ولسمشر له ستر مذهبي مشر سره لیدنه ډېره بریالۍ وبلله

اگست 11, 2026

مجتبی خامنه يي ۶ لوړ پوړي پوځي چارواکي وټاکل

اگست 11, 2026

د ترکیې پارلمان د کردستان کارګر ګوند د بې وسلې کولو لایحه تصویب کړه

اگست 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In