لوړو څوکو ته د رسېدو لپاره باید د راښکون(جذب) ځواک ولرو. امریکايي لیکوال سارا برنارد وايي، راښکون هرڅه دی او هېڅ هم نه دی. هڅه او کوښښ، د غړو تناسب، په غږ، سلوک او حرکتونو کې ارامتیا، د څېرې ښایست یا ښکلا هېڅ هم اړین نه دي؛ یوازې هغه څه چې اړین دي او موږ د نورو د راجلبولو په پار ورته اړتیا لرو، هغه د یو چا د زړه او روح جذب یا راښکون دی.
د ښو او نامتو ویناوالو رازونه په اصل کې هېڅ رازونه نه دي، دغه رازونه له نورو سره د تعامل هغه ثابتې او ساده کړنې دي، چې په پایله کې یې نور کسان له تاسې سره اړیکې پيدا کوي او پيغام مو اوري. په ټوله کې هغوی ډېر زیات تر اغېز لاندې راځي، له تاسې توکي پېري، په سوداګرۍ او شخصي اړیکو کې مو د ننه کېږي او ستاسې پر وړاندې مثبت نظر پيدا کوي.
ستاسې هغه ځواک د دې لپاره چې جذاب او بشپړ مینه ناک و اوسی، له هرې ځانګړتیا څخه به ډېر ستاسې لپاره د بریالیتوبونو دروازې پرانیزي. ډېر خلک به مو خوښ کړي او صمیمي چلند به درسره وکړي. ستاسې د لیدو لپاره یې هیلې ډېرېږي، خبرو ته مو غوږ نیسي، د ملګرو ټولي مو درځي او تاسې د خپلو خوښیو او مجلسونو ټولي ته راولي.
د کتاب لیکوال ټریسي وايي، موږ په سلګونو هغو ویناوو او ښوونیزو خپرونو کې چې خلکو ته مو وړاندې کړې دي، په ځلونو ویلي دي: «په نړۍ کې ارزښتمنه شتمني زر یا الماس نه دي، راښکون دی».
ستاسې باور، ستاسې په نشتون کې ستاسې په اړه د خلکو فکرونه او خبرې، ستاسې ارزښتمنه شخصي او مسلکي شتمني ده. دغه باور د اغېزو یوه ټولګه ده چې په یوه غونډه کې يې پر حاضرو خلکو غورځوی.
د راښکون او د هغه د تمرینونو په اړه د ساده حقایقو په زده کولو سره کولای شی له نورو سره د تعاملاتو اغېزې او ګټې په روښانه توګه ډېرې کړی، له خپلې کورنۍ یې پيل کړئ او له ټولو کسانو سره چې تاسې ورسره اړیکې لری، تجربه یې کړئ.
تاسې به بریالي وی، ډېر عابد، چټک پرمختګ او ډېر پلور به ولری، په ډېریو مذاکراتو کې به بریالي وی او له نورو سره د مخامخ کېدو په وخت به قانع کوونکي او نفوذ لرونکي ښکاره شی.
رښتینی راښکون له بهرني ښایست څخه ډېر غوره دی. دا داسې ځواک او وړتیا ده چې ځینې کسان یې د دوستانه اړیکو جوړولو لپاره لري، چې نور کسان بیا د ده په شتون سره ښه احساس کوي.
(د جذب ځواک) کتاب امریکايي مشهور ویناوال براین ټریسي او ران ارډن لیکلی. پښتو ژباړه یې محب الله عمري کړې ده چې همدا پښتو بڼه یې په ۱۲۲ مخونو کې راټوله شوې ده.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.