امریکا او ملګري یې باید له افغانانو د یوه غیر ضروري جنګ د تحمیل له امله بښنه وغواړي. مشهوره هالنډۍ خبریاله او لیکواله وایي د واشنګټن پوسټ له لوري خپاره شوي اسناد ښيي چې امریکا په افغانستان کې یو غیر ضروري، نامعلوم او تحمیل شوی جنګ روان کړی و چې زرګونه افغانان یې له امله زیانمن شول. د نوموړې په وینا امریکا او ملګري یې باید په رسمي توګه په نړیواله کچه له افغانانو بښنه وغواړي. بیټي ډم وایي امریکا ثابته کړه چې په افغانستان کې یې یوه بې ګټې او بې موخې جګړه روانه کړې وه او ملګرو یې هم په دې نامعلومه جګړه کې مرسته ورسره کړې ده. په افغانستان کې د امریکا پر جګړه وروسته له هغه نیوکې خورا ډېرې شوې چې واشنګټن پوسټ ددې جګړې په اړه ۲ زره پاڼې مهم اسناد ترلاسه کړل. په اسنادو کې راغلي چې د امریکا درېیو ولسمشرانو د جګړې په اړه دروغ ویلي دي او ان مهم جنرالان هم په دې نه پوهېږي چې ولې په افغانستان کې جګړه کوي.





























