پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر په جګړه ولګول خو افغانستان ته یې ګته و نه رسوله. نوموړي له اسوشټېډ پرېس سره په تازه مرکه کې ویلي د واشنګټن پوسټ اسناد تاییدوي او په خبره یې ښایي ددې جګړې په اړه ډېر نور کره او مهم اسناد هم موجود وي چې وښيي دلته یوه ظالمانه او بې هدفه جګړه روانه وه. دده په خبره امریکا دلته میلیاردونه ډالر ولګول خو افغانستان ته یې ګټه و نه رسوله، برعکس یې یوه ستر او بې مخینې فساد ته زمینه برابره کړه. دی وايي په افغانستان کې د فساد په پراختیا کې امریکا مستقیم لاس درلود ځکه دوی میلیاردونه ډالر بې حسابه لګول او د حساب اخیستلو څوک نه و. حامد کرزي د سولې په اړه هم ویلي چې نوو پیل شوو خبرو ته هیله من دی خو تمه لري چې دواړه لوري په عملي توګه جګړه راکمه کړي او د افغانستان ددایمي ثبات لپاره یوه عملي او رښتیني اوربند ته غاړه کېږدي.





























