دغه کمیسیون ویلي چې د لومړنیو ټاکنو پایلې یې پر مېز پرتې دي او نن یا سبا به دغه پایلې اعلان کړي. ددغه کمیسیون یوه غړي اورنګزیب ویلي په دقیقه توګه نه شي ویلی خو نن یا سبا به دغه پایلې اعلانېږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې په اوو ولایتونو کې بیا شمېرنې ته اجازه نه ده ورکول شوې خو دوی بیا هم تیار دي چې پایلې اعلان کړي او که څوک شکایت لري د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سره خپل شکایتونه ثبتولی شي. کمیسیون داسې مهال د پایلو د اعلان خبره کوي چې ځينې ټاکنیزې ډلې د پایلو اعلان د بحران زېږول بولي. ددوی په خبره کمیسیون باید تر هغه پایلې اعلان نه کړي چې د باطلو رایو سرنوشت یې روښانه کړی نه وي او د ټاکنیزو ډلو قناعت یې حاصل کړی نه وي.





























