د بګرام ولسوالۍ ځایي چارواکي وایي موټر بم بریدونه د بګرام نظامي اډې له دیواله سره څېرمه یوه کلینیک ته نږدې شوي دي. سرچینې وايي چې د ځايي خلکو کورونه سخت زیانمن شوي دي او تر دې دمه د پنځوسو په شاوخوا کې ملکیان ټپیان دي. بلخوا راپورونه وایي چې وسله وال بګرام اډې ته ننوتي دي او د ډزو غږونه اورېدل کېږي. تر اوسه ناټو او امریکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د برید مسوولیت کومې ډلې منلی دی.





























