پر بګرام هوایي اډه د شوي وروستي موټربم او وسله وال برید له امله ۸۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي ویلي چې د دې برید له امله یوه مېرمن وژل شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې، د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي او د درملنې په موخه د پروان ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. قدوسي ویلي ممکن د بریدګرو شمېر له پنځو تر لسو پورې وو. د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا طالبان د دې برید مسوول بللي او زیاته کړې یې ده چې دا ډله لا هم تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.





























