په امریکا کې د واشنګټن پوسټ پر وروستي راپور سخت غبرګونونه پارېدلي دي. امریکايي سیاستوال د امریکا حکومت په دې تورنوي چې ګواکي اتلس کاله یې امریکایي وګړي تېر ایستلي دي. د امریکا د کانګریس یو شمېر غړو تازه ویلي چې د جګړې پخواني لوړپوړي قومندانان او امریکايي چارواکي دې سنا ته راوستل شي او د خپلو کړنو په اړه دې وضاحت ورکړي. د امریکا د کانګرس غړی رو کانا وايي د سنا مسوولیت دی چې په جګړه کې له ښکېلو پخوانیو چارواکو او جنرالانو وضاحت وغواړي. دده په خبره امریکا اتلس کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، میلیاردونه ډالره یې ولګول خو تر اوسه امریکايي ولس تېر ایستل شوی دی او حکومت دروغ ورته ویلي دي. واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې ویلي وو چې امریکايي ولسمشرانو خپل ولس تېر ایستلی دی او اتلس کاله یې بې ګټې، بې هدفه او نامعلومه جګړه مخ ته وړې ده.





























