د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي یوازې کمیسیون نه بلکې نوماندان هم د ټاکنیز بحران یو لوری دي. ددغه بنسټ مشر یوسف رشید نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې ولسمشریزې ټاکنې له ګڼو ستونزو ډکې وې او د پایلو په اعلان کې ځنډ له ټولو قوانینو سرغړونه ده. دده په خبره نه یوازې کمیسیون بلکې نوماندان هم د ټاکنیز بحران یو لوری دي او د خلکو رایو ته درناوی نه لري. دده په خبره نوماندان ددې لپاره چې ځان واک ته ورسوي له کمیسیون سره مرسته نه کوي څو دوی په تخنیکي او مسلکي توګه مسایل مخ ته یوسي او شفافې پایلې اعلان کړي. یوسف رشید وایي کمیسیون دې ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او تر دې ډېر دې ولس په تمه نه پرېږدي. یوسف رشید داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې کمیسیون تېره ورځ د لومړنیو پایلو د اعلان ژمنه کړې وه. نن هم په کمیسیون کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښايي د نن ورځې تر پایه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.





























