د ري اکشن په نامه انګلستانۍ خپرونې د افغانستان په اړه خپله مقاله کې لیکلي چې یو سوکاله افغانستان په یوه اقتصادي مرکز بدلېدای شي. مقاله کاږي، طالبانو له درې لسیزو راهیسي د امریکایي ځواکونو په موجودیت کې د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کړې ده. یادې خپرونې د واشنګټن پوست وروستي راپور ته په اشارې ویلي، امریکایي چارواکي له دې وړاندې هم خبر وو چې د افغانستان جګړه نشي ګټلی خو بیا یې هم په دې جګړه کې ځان ښکېل کړی دی. د مقالې د لیکوال په باور که څه هم له طالبانو سره سوله د امریکایي ځواکونو وتلو ته لار پرانیزي خو په دې هېواد کې سوله په یوې هوکړې نشي تامینېدای. مقاله کې راغلي، تاریخ ته په کتو تر جګړې وروسته باید اقتصادي ودې او کاري زمینې برابرولو لپاره بیاروغونه وشي او دا بیا رغونه د افغانستان له طبیعي زېرمو څخه په سالمې استفادې پورې تړلې ده. مقاله کاږي که چېرته په دې هېواد کې له طبیعي زېرمو ښه ګټه واخیستل شي نو پر یو اقتصادي مرکز بدلېدلی شي.