د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي چې روان کال د تېر هغه په پرتله د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله کې لس سلنه کموالی راغلی دی. هغه چې نن یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، له دې سره سره چې د تېر کال په پرتله طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی خو په خبره یې سږکال د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله لس سلنه کموالی ښیي. هغه زیاته کړې، افغان امنیتي ځواکونه په پوره همغږۍ توانیدلي چې سږکال ۲۶ سلنه عملیات پر مخ یوسي او له وسله والو مخالفینو څخه نهه ولسوالۍ ونیسي. د نوموړي په خبره د طالبانو د الفتح په نامه عملیات یې له ماتې سره مخ کړي دي. نوموړی دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر غني موده وړاندې ویلي وو چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي تر اوسه تر ۴۵ زره ډېرو امنیتي ځواکونه له وسله والو سره په نښتو کې وژل شوي دي.





























