د کابل- جلال اباد پر لويه لار د يوه مسافر وړونکي موټر او د تېلو ټانکر ترمنځ د ترافيکي پېښې له امله نهه کسان مړه شوي دي. چارواکي وايي، په مړو کې ښځې او ماشومان هم شته او دغه راز دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي. د لغمان ولايت د ترافيکو مدير سمونمل عبدالمتين وايي، چې تیره ورځ مازيګر شاوخوا درې بجې د کابل – جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند مشعلې کمر سيمه کې د يو مرسډيز ډوله مسافر وړونکي او د تېلو ټانکر ترمنځ ټکر شوی دی. هغه زياته کړه، دغه پېښه کې نهو کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور ټپيان دي. هغه وويل، ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.





























