په هېواد کې د جګړو نا امنیو او تاوتریخوالي له امله هر کال زرګونه افغانان کډوالۍ ته اړ کېږي. یو شمیر یې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د یادو ځوانانو شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسېږي او له ترکيې هېواد څخه تازه کابل ته را لیږدول شوي، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه یې اعتراض کړی او د عدالت غوښتنه کوي. اعتراض کوونکي په ترکیه کې له افغان کونسل څخه شکایت کوي او وايي چې کونسل هلته ورسره بد چلند کړی او څلور میاشتې یې بندیان کړي وو. دوی وايي چې د بیکارۍ او نا امنۍ له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او ترکیې هېواد ته تللي، چې بیا د افغان کونسل لخوا د کار په بهانه رالېږل شوي دي. په دې اړه د کډوالو چارو وزارت تر اوسه څه نه دي ویلي.





























