د افغانستان د محبسونو او توقیف خانو د رهبرۍ د یوې تازه پرېکړې له مخې هر هغه افغان زنداني چې سل پاڼې کتاب مطالعه او په اړه یې سمینار ورکړي، د بند موده یې شپږ ورځې کمېږي. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې یاده پرېکړه پرون د څرخي پله زندان د زندانیانو لخوا د ۱۰ ټوکه لیکل شوو کتابونو په پرانیست غونډه کې شوې ده. دغه وزارت ویلي، چې په یاده غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار ډاکټر میرویس کوچي، د محبسونو او توقیف خانو رهبرۍ او یو شمېر زندانیانو هم ګډون کړی و. په دغه غونډه کې ټینګار وشو، چې د یادې پرېکړې پلې کول به د زندانیانو د مهارتونو په لوړولو، د بند مودې په راکمولو او له جرایمو له ژغورلو سره مرسته وکړي.





























