د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارې وايي، چې د ټاکنو په بهیر کې له رامنځته شوي بن بست د وتلو لاره د ټاکنیزو قوانینو، طرزالعملونو او لوایحو تطبیقول دي. شینوارې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې پر ځنډ اندېښنه وښوده او وې ویل چې د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره رامنځته شوی بن بست پای ته ورسوي او کاندیدان هم پرېږدي چې د ټاکنو کمېسیون خپل کارونه د قانون له مخې مخته یوسي. په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي، چې دوی د ټاکنو قسمي او ابتدايي پایلې اعلانوي، نوموړی وايي، هرڅوک چې مشکل لري کولی شي قانون ته مراجعه وکړي.





























