په ننګرهار کې د ډاکټر تیتسو ناکامورا پرځای ډاکټر موراکامي د نوي ريیس په توګه ټاکل شوی دی. د جاپان د پي اېم اېس ادارې ويلي، چې ډاكتر موراكامي به د ډاکتر ناکامورا نیمګړی ماموریت بشپړ کړي. د پي اېم اېس په نامه د يوې جاپانۍ موسسې مشر جاپاني الاصل افغان ډاکټر ناکامورا د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۲مه د کار په موخه له خپل دفتره ښېوې ولسوالۍ ته روان و، چې جلال اباد ښار کې د وسله والو تر بريد لاندې راغی. په دې بريد کې هغه او پنځه نور ملګري يې ووژل شول او وسله وال په تېښته بريالي شول.





























