د ملگرو ملتونو کډوالو ادارې د افغانستان د کډوالو او بېځایه شوو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. ددې ادارې ویاند بابر بلوچ، په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان اوسېدونکي اوسمهال په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو ستر جمعیت دی چې په هېواد کې د امنیتي وضعیت د خرابۍ په وجه اروپا ته تللي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې په ټولیزه توگه ۴.٦ میلیون افغانان له خپلو کورونو بیځایه شوي دي. په دغه شمېر کې له افغانستان بهر ٢.٧ میلیونه رسمي کډوال او شاوخوا دوه میلیونه داخلي بیځایه شوي کسان شامل دي. بلوچ ویلي چې د افغانستان حکومت داخلي بیځایه شوو ته د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره او نورو هېوادونو ته ددغو کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.





























