د بشري حقونو فعالان او د ولسي جرګې غړو چې له ماشومانو د ملاتړ قانون ته یې مثبته رایه ورکړې، اوس له مشرانو جرګې غواړي چې دغه قانون تایید کړي. دغه قانون له څو کلونو وروسته، د روانې میاشتې په ۱۸مه د ولسي جرګې له خوا تصویب شو. اوس ټاکل شوې دغه قانون چې په هغه کې د ماشوم د بلوغ سن اتلس کاله تعیین شوی، د تایید لپاره مشرانو جرګې ته ولاړ شي او د مشرانو جرګې له تایید وروسته دغه قانون اجرایوي بڼه خپله کړي. د ولسي جرګې غړي وايي هغه وکیلان چې د دې قانون د تصویب مخالف دي هڅه کوي د لاسلیکونو په راټولولو یو ځل بیا دغه قانون رای ګیرۍ ته وړاندې کړي. له ماشومانو د ملاتړ قانون په ولسي جرګه کې له کلونو اختلاف وروسته تېره اونۍ تصویب شو، دغه قانون ۱۶ فصلونه او ۱۰۸ مادې لري چې یوازې دریمه ماده یې چې د ماشوم د قانوني سن د ټاکلو په اړه ده یو لړ اختلافات یې رامنځته کړي دي.





























