سټار انډ سټرایپس نشریه په خپل یوه مطلب کې د سیاسي او نظامي چارو له فعالینو سره خبرې کړې دي. پخواني امریکايي نظامي چارواکي ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره له لومړي سره ناسمه وه. پخواني امریکايي نظامي ویلیام فالون وايي د افغانستان د اتلس کلن ناورین ختمول دومره اسانه کار نه دی. دده په خبره د سولې خبرې ښې دي خو امریکا له لومړي سره د افغانستان په اړه واضح، منظمه او سمه تګلاره نه لرله. فالون دغه راز وایي چې ښایي امریکا لا هم د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره سمه او عملي لار نه وي غوره کړې. د نوموړي په خبره امریکايي جګړه په افغانستان کې خورا خونړۍ او پېچلې شوې ده نو له همدې امله یوازې د سولې د خبرو په پیل او په دې برخه کې په هڅو ددې امکان ډېر کم دی چې دغه اتلس کلن ناورین ختم کړل شي.





























