په سپینه ماڼۍ کې حکومتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر غواړي په نږدې ورځو کې له افغانستان د څلور زره عسکرو د ایستلو اعلان وکړي. دغه سرچینه وایي ټرمپ ددې پلوی دی چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر کم کړل شي او په تدریج دغه عسکر له افغانستان و ایستل شي. سرچینې دا نه دي ویلي چې په دقیقه توګه به دغه عسکر څه وخت له افغانستانه وځي خو دا یې ویلي چې ښايي په نږدې ورځو کې ټرمپ ددغه عسکرو د ایستلو اعلان وکړي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې مخکې د امریکا ددفاع وزیر هم له افغانستان د عسکرو د ایستلو خبره کړې وه. نوموړي ویلي وو چې که له طالبانو سره هوکړه وشي یا و نه شي خو امریکا به په افغانستان کې خپل سرتېري کموي.





























