په کابل کې د امریکا سفیر وايي لا هم په افغانستان کې پراخ فساد موجود دی او دې مسئلې دغه هېواد بې باوره کړی دی. جان باس وايي دا سمه ده چې له طالبانو سره سوله ښې پایلې لرلی شي خو تر سولې وروسته ښايي ډېری مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره مرسته و نه کړي. دده په وینا همدا اوس هم مرستندویه هېوادونه د فساد د موجودیت له امله مرستې نه کوي او په دې باور دي چې مرستې او پیسې یې د څو خاصو کسانو جېبونو ته ځي. جان باس وايي فساد په نړیواله کچه د افغانستان باور ته زیان رسولی دی او یوازې افغانان کولی شي دغه پدیده له منځه یوسي. باس ټینګار وکړ چې امریکا د فساد ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه ده خو په دغه هېواد کې هېڅ داسې قوي بنسټ نشته چې د فساد په شان پدېدې پر وړاندې رښتینې او بنسټیزه مبارزه وکړي. جان باس ټینګار کوي چې فساد د افغانستان د پرمختګ په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی چې د له منځه وړلو لپاره یې باید هر اړخیزه مبارزه او همغږي وشي.