تېره ورځ په ارګ کې د فساد پر وړاندې د مبارزې کلنی کنفرانس و. په دغه کنفرانس کې ولسمشر غني، د کابینې غړو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او ژورنالېستانو ګډون کړی و. ولسمشر غني په دغه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی د فساد پر وړاندې مبارزه کې بریالي دي، خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده. د دې تر څنګ، په کابل کې د امریکا او برېټانیا سفیرانو هم د فساد په اړه څرګندونې لرلې. دوی وویل چې په افغانستان کې پراخ فساد موجود دی او د فساد د موجودیت له امله ډېری مرستندویه هېوادونه دې ته زړه نه ښه کوي چې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
سره له دې چې ولسمشر غني په تېرو ټاکنو کې د فساد پر وړاندې مبارزه خپل شعار ګرځولی و او ولس ته یې ډېرې تمې ورکړې وې، خو د نوموړي حکومت له فساد سره مبارزه کې بریالی نه و. د چارو شنونکي او نړیوالې ارزونې ښيي چې په افغانستان کې لا هم فساد موجود دی او حکومت نه دی بریالی شوی چې د شته فساد کچه راټيټه کړي. په کابل کې د امریکا سفیر په ارګ کې د فساد ضد مبارزې کلني کفنرانس ته د خبرو پر مهال وویل، چې فساد د افغانستان د پرمختګ په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی. د ده په خبره، سره له دې چې امریکا غواړي د دغه پدېدې ضد مبارزه کې همکاري وکړي، خو افغانان تر بل هر چا په ښه توګه کولی شي دغه پدیده له منځه یوسي.
د امریکا سفیر جان باس دغه راز د سولې په اړه هم څرګندونې لرلې. د هغه په خبره، دا ښه ده چې د افغانستان جګړه د مذاکراتو له لارې حل شي او سوله راشي، خو تر سولې وروسته هم فساد د دغه هېواد په پرمختګ کې خنډ دی. د ده په خبره، د افغانستان ډېری مرستندویه هېوادونه او نړیواله ټولنه دې ته اندېښمنه ده چې تر سولې وروسته به د فساد له امله د دوی روانې پروژې څنګه مخ ته وړل کېږي. د جان باس په خبره، دا د ټولو اړخونو لپاره ستره اندېښنه ده چې ښایي تر سولې وروسته د دوی مرستې د فساد قرباني شي. سفیر دا هم وايي چې اوس د نړیوالو مرستندویه هېوادونو په پروژو او فعالیتونو کې د پام وړ کموالی راغلی او لامل یې هم په افغانستان کې شته فساد بولي.
جان باس په خپلو خبرو کې آن دا هم وویل چې د افغان حکومت ځينې چارواکي په فساد کې ښکېل دي. د ده په خبره، نړیوال دا اندېښنه لري چې ګواکې د دوی مرسته شوې پیسې د څو کسانو جیبونو ته ځي او د فساد له امله پر اغېزناکو لارو چارو نه لګول کېږي. نوموړي په افغان حکومت کې د معافیت موجودیت هم د فساد لامل وباله او په خبره یې د قانون په سمه توګه نه عملي کېدل او معافیت د فساد د پراختیا مهم لامل دی.
بلخوا ولسمشر غني بیا د فساد پر وړاندې مبارزه کې خپل حکومت بریالی بولي. د ده په خبره، د فساد مبارزې په برخه کې له نړیوالو سره د افغان حکومت د ۱۰۲ ژمنه شوو شاخصونو له ډلې ۸۲ یې عملي شوي دي. هغه وايي، افغان حکومت فساد ضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې مهمې لاس ته راوړنې هم لري. غني زیاتوي چې سیسټمونه اصلاح شوي، قوانین رامنځ ته شوي، تر ډېره بریده په ملکي او امنیتي برخو کې د خیالي کارکوونکو مخه نیول شوې، لسګونه لوړ رتبه چارواکي چې په فساد کې ښکېل وو، مجازات شوي او د استخدام پروسه شفافه شوې ده.
ولسمشر غني په دې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل چې په تېره دوره کې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره سیاسي اراده او اجماع نه وه موجوده، خو اوس د دغه پدېدې پر ضد مبارزې لپاره دوی کلکه اراده لري او خپلې هڅې کوي. غني وايي: ((مونږ په تېرو دورو کې له فساد سره د مبارزې لپاره اجماع نه درلوده او له اجماع پرته په دې برخه کې چټک اقدامات ستونزمن وي. مونږ له فساد سره د مبارزې په برخه کې ګډې ژمنې ته اړتیا لرو او د قانون حاکمیت په دې اړه تر ټولو مهم دی. د قانون په حاکمیت کې هر ډول منفي مداخله د هر چارواکي له لوري چې وي، باید جرم وګڼل شي)).
افغان حکومت داسې مهال ځان د فساد ضد مبارزې په برخه کې بریالی بولي، چې ډېرې نړیوالې سروېګانې او رسنۍ په افغانستان کې د پراخ فساد د موجودیت خبر ورکوي او په خبره یې، افغان حکومت نه دی بریالی شوی چې د فساد ضد مبارزه کې اړینې او اغېزناکې لاس ته راوړنې ولري.





























