نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکي هغه څه چې په افغانستان کې روان دي او د حیرانتیا وړ دي. سرچینه کاږي امریکا په دې فکر کې ده چې له افغانستان خپل سرتېري وباسي او له طالبانو سره یې خبرې هم روانې کړې دي. په مطلب کې راځي ددغه جګړې اصلي ګټونکی پاکستان دی ځکه دوی د طالبانو له لارې خپل پلانونه په امریکا مني. نشنل انټرسټ لیکي امریکا په قطر کې له طالبانو سره خبرې کوي، دغه ډله په کوټه کې له خپلو مشرانو مشورې اخلي او د کوټې مشران یې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره مستقیمه اړیکه لري. سرچینه کاږي له همدې امله هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د پاکستان په ګټه دي او دوی مستقیما په مذاکراتو کې مداخله کوي. نشنل انټرسټ داسې مهال دغه خبره کوي چې پاکستان ځان د افغان سولې ملاتړی بولي، خو افغان حکومت دغه هېواد په دوه مخۍ تورنوي.





























