ټرمپ غواړي د افغانستان پر ځای په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې نفوذ پراخ کړي. سي ان ان وایي په سپینه ماڼۍ کې یوې سرچینې ورته منلې چې ټرمپ غواړي له افغانستان زرګونه عسکر وباسي او پر ځای یې دغه عسکر په منځني ختیځ، مرکزي اسیا او د ایران په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي. سرچینه کاږي ټرمپ د سیمې د کنټرول نیت لري له همدې امله په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېرکموي. ددې راپورونو تر خپرېدو وړاندې د امریکا ددفاع وزیر هم ویلي وو چې د افغانستان پر ځای په ځینو نورو سیمو تمرکز کوي او له دغه هېواد خپل سرتېري نورو ځایونو ته لېږدوي. ده ویلي وو هدف یې د ځينو هېوادونو کنټرول او څارل دي.





























