د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په جوزجان، پنجشېر او سرپل ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه بشپړه شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون په رسمي ډول په اوو ولایتونو جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر کې د رايو د بيا شمېرنې او تفتيش پروسه پيل کړه. د دغه کمېسيون د دارالانشاء رييس حبيب الرحمن ننګ ویلي چې تر اوسه په جوزجان، پنجشېر او سرپل ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې بهير بشپړ شوى دى. د يادونې ده، د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوي خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.





























