په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارې نه کارولو کمپاین روان دی. د یادو ولایتونو ځايي چارواکي وايي چې دوی د پاکستانۍ کلدارې د منع کولو او دغه راز د افغانۍ د دودولو لپاره عملي او هر اړخیز اقدامات پيل کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي ځايي ادارې پرېکړه کړې چې په عملي لارو چارو به په دغه ولایت کې په راکړه ورکړه کې د پاکستانۍ کلدارې د چلښت مخه نیسي. همدا راز د خوست ځايي چارواکي هم وايي چې دوی په ښار کې صرافانو ته د افغانۍ نوي بانک نوټونه وېشلي څو د کلدارې د کارونې مخه ونیسي او پر ځای یې خلک په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانۍ کار واخلي.