امنیتي ځواکونو وړمه شپه او ورځ څو ساعته د یوه غیر مسوول وسله وال پر ضد عملیات وکړل. دوی ویل چې غواړي په شمال کې یو غیر مسوول وسله وال نظام الدین قیصاري ونیسي. قیصاري د عملیاتو د پیل پر مهال وویل چې دی د یوې دسیسې ښکار دی او په وینا یې د عطا محمد نور او حکومت وسله والو یې پر کور برید کړی دی. د نوموړي کسانو له امنیتي ځواکونو سره مقاومت وکړ او نښتې ساعتونه ادامه پیدا کړه. په پای کې امنیتي ځواکونه بریالي نه شول چې نوموړی ونیسي، خو په دې نښته کې تلفات هم واوښتل.
حکومت وایي چې نظام الدین قیصاري په شمال کې زورواکي کوي، غیر مسوول وسله وال لري او په غلا او لوټ لاس پورې کوي، خو نظام الدین قیصاري ځان بېګنا بولي او په خبره یې، دی د یوې سیاسي دسیسې ښکار دی. د شنبې په شپه بیا د یکشنبې تر شپې پورې افغان ځواکونو د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات وکړل. په دې عملیاتو کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې او تر څنګ یې هوايي بریدونه هم شوي دي. ویل کېږي چې پولیسو او ان ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې برخه اخیستې ده او د مزار شریف ښار د ساعتونو لپاره د یوې سختې جګړې شاهد و، خو له دې عملیاتو سره سره د جنبش ګوند پخوانی غړی نظام الدین قیصاري په دې بریالی کېږي چې د جګړې له ځایه وتښتي.
نظام الدین قیصاري څه موده وړاندې د افغان ځواکونو په یو لړ خونړیو عملیاتو کې ونیول شو. هغه مهال امنیتي ځواکونو او د قیصاري ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته. د څو ورځو لپاره لاریونونه روان وو او لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې. په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت دغه کار سخت غبرګونه پارولي وو او دې مسئلې د امنیت تر څنګ پر سوداګریزو چارو هم منفي اغېز درلود، خو قیصاري تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې ازادېږي او بېرته خپلې سیمې ته ستنېږي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي چې قیصاري د یوې سیاسي معاملې په پایله کې آزاد شو. د ده په خبره نظام الدین قیصاري په لومړي سر کې په غیر قانوني توګه ونیول شو او بیا د ملي امنیت په مېلمستون کې وساتل شو. نبیل وايي، د ولسمشر غني په مشرۍ حاکم ټیم له قیصاري غوښتل چې په ټاکنو کې د دوی لپاره کار وکړي. هغه زیاتوي: ((بيا دې غير قانوني د ملي امنيت په مېلمستون كې كښېنولو او جرګې دې ور لېږلې چې په ټاکنو کې د دولت ساز ټيم نه حمايت وکړه او هغه معامله چې تا يې ورته وړانديز کړى و اوس يې يادونه ضرور نه بولم، یوازې دومره وایم چې قيصاري ستا د هغې معاملې وړاندیز رد کړ او هغه يې قومي جګړه وبلله)).
نبیل وايي، حکومت باید له افغان ځواکونو سیاسي ګټه پورته نه کړي، بلکې ټول مسایل دې په قانوني توګه تعقیب کړي. دا لومړی ځل نه دی چې پر حکومتي کړیو له افغان ځواکونو د سیاسي ګټه اخیستنې تورونه پورې کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم پخواني ولسمشر او یو شمېر سیاسي څېرو پر حکومت غږ کړی و چې د خپلو سیاسي او شخصي اهدافو لپاره دې له افغان ځواکونو کار نه اخلي.
سره له دې چې د بلخ امنیتي چارواکي د قیصاري د تعقیب خبره کوي، خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې هغه کوم ځای ته تښتېدلی دی. د جنبش ګوند یو شمېر سرچینو ویلي چې هغه په امن ځای کې دی، خو د دغه ګوند ویان بشیر احمد ته ینج وايي چې د هغه په اړه هېڅ راز معلومات نه لري. د ده په خبره: (( نه پوهېږم چې هغه اوس چېرته دی او نه هم په دې اړه معلومات لرم چې دی به جګړې په ځای کې و کنه؟)).
په ټولنیزو رسنیو کې هم دغه موضوع له جدي غبرګونو سره مخ شوې ده. د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې هم وکیلانو پر حکومت نیوکه وکړه چې که قیصاري مجرم و، نو ولې له زندانه ازاد شو او که مجرم نه و، نو بیا ولې اوس د ده پر کور دغه ډول بریدونه شوي دي.





























