روسیه وایي له دوی غوښتل شوي چې د سولې هوکړې د لاسلیک ضمانت وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي طالبانو ترې غوښتي چې د سولې د هوکړې د لاسلیک پر مهال د روسیې استازی حاضر وي او ددغه هوکړې ضمانت وکړي. دده په خبره د طالبانو یو شرط دا دی چې روسیه، چین، پاکستان او ایران به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ضمانت کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې روانې خبرې ډېرې ژر مثبتې پایلې ولري. دده په وینا دوی په دې پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي ځکه د افغانستان سوله نه یوازې مسکو بلکې ټولې سیمې ته مهمه ده.





























