د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې عایشې خُرم په هېواد کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده. نوموړې دغه شورا ته د خبرو پر مهال ویلي چې په افغان جګړه کې اتلس کاله ماشومان، مېرمنې او ملکي افغانان وژل کېږي خو نړیوالو ددغه جګړې په ختمولو کې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی. خُرم دغه راز د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه او د ګڼو پېښو اسناد دغه شورا ته وړاندې کړي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې ددغه اتلس کلنې جګړې د پای لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.





























