په افغانستان کې هوایي بریدونو او پلټونکو عملیاتو ملکي مرګ ژوبله او ناامني ډېره کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون ویلي د هوايي بریدونو او عملیاتو له ډېرېدو سره ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې چې له همدې امله په افغانستان کې نا امنۍ او جګړې هم پراخې شوې دي. دده په خبره نړیوالو ته په کار ده چې له افغانستان سره د سولې، ټولنیزې او اقتصادي ودې او دغه راز امنیتي برخه کې همکارۍ ډېرې کړي. هغه له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتلو غوښتنه هم کړې ده او په خبره یې پر ځای یې دې نړیوال د افغانستان له حکومت او افغان ځواکونو سره مرستې ډېرې کړي څو دغه پوځیان وکړی شي د ترهګرۍ ضد مبارزه مخ ته یوسي. دده په خبره سوله په افغانستان کې تر هر څه مهمه ده او چین په دې برخه کې همکاریو ته تیار دی.





























