آلمان په پوره قاطعیت د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د المان استازي د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په قاطعیت او پوره قوت د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هر ډول همکارۍ ته تیار دي. کرېسټف هوزین وایي د افغانستان اتلس کلنې لاس ته راوړنې باید وساتل شي او ټول باید افغانستان ته د سولې په راوستو کې همکار وي. نوموړي ټينګار کړی چې آلمان د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دی او له نړیوالو هم غواړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ددایمي پای لپاره د سولې له روانو هڅو سره مرسته او ملاتړ یې وکړي.





























