د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په نیویارک کې د یاد سازمان امنیت شورا ته ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان کې نوی حکومت راتلونکی دی، دغه هېواد او نړیوال همکاران یې په ګډه دا فرصت لري چې د افغانستان ډېرو ننګونو ته رسېدنه وکړي. هغه زیاته کړې، د دغه هېواد د ښې راتلونکې جوړولو لپاره سمو دلایلو ته وده ورکول مهم دي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، مهم مسائل سوله، د بېوزلۍ کمول، بشري حقونه او حساب ورکول دي. هغه زیاته کړې، ددې لپاره چې دغو مسائلو ته ښه رسېدنه وشي بېړنی هدف باور وړ ټاکنې دي چې پایلې یې د افغانستان د خلکو ریښتینې هیلې منعکسې کړي او ډېری برخه والو په ځانګړې توګه د نوماندانو لپاره د منلو وړ وي. هغه ټینګار کړی دی چې نوماندان او پلویان دې ټاکنو کمیسیون ته د کار اجازه ورکړي څو هغوی د خپل شفاف کار پایلې له خلکو سره شریکې کړي.





























