د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) د یو راپور په خپرولو سره سږکال د افغان ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی کال بللی دی. د یادې ادارې په راپور کې راغلي د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ورځني ډول نهه ماشومان یا وژل شوي او یا یې هم د بدن غړي له لاسه ورکړي دي. د راپور پر بنسټ دا شمېرې ښیي چې د تېر کال په پرتله د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۱۱ سلنه ډېروالی راغلی دی. د دې سازمان اجراییوی مشر هنریتا فوره ویلي، روان کال د افغانانو په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره وژونکی کال و. د هغه په خبره، ځانمرګي بریدونه او د حکومت له مخالفینو سره د افغان امنیتي ځواکونو ځمکنۍ نښتې د دغو تلفاتو د رامنځته کېدو عمده لاملونه دي. دغه سازمان د افغان جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې د ماشومانو د ساتنې په برخه کې اړین اقدامات وکړي.





























