امریکايي سناتور وایي د افغان جګړې په اړه دروغ ویل جنایت دی. راند پال د واشنګټن پوسټ د یوه راپور په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکايي چارواکو له کلونو راهیسې په افغانستان کې د یوې خونړۍ جګړې په اړه خلکو ته دروغ ویلي دي او په دې اړه باید وضاحت ورکړل شي. دده په خبره امریکا اتلس کاله په افغانستان کې جګړه کړې ده، میلیاردونه ډالر یې لګولي دي، زرګونه سرتېري یې دغه هېواد ته استولي دي خو امریکايي ملت په دې نه پوهېده چې هلته څه روان دي او دوی د څه لپاره تللي دي. راند پال وايي امریکايي چارواکي باید ولس ته په دې اړه وضاحت ورکړي او اوس دې د روانې جګړې د پای لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.





























