له افغانستان د امریکایي عسکرو د ایستلو امکان شته دی. امریکایي سناتور چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د اوضاع څارلو لپاره کابل ته راغلی و وایي ددې امکان شته چې له افغانستان امریکایي عسکر و ایستل شي. لیندسي ګراهام وایي دوی به یوازې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په کم شمېر سرتېرو مخ ته وړي او نور سرتېري به له دغه هېواد وځي. د ګراهام په خبره په سیمه کې نور هېوادونه باید د امریکا تر وتلو وروسته په افغانستان کې د ثبات او امنیت ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي. دی زیاتوي چې افغان پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې بریالی دی نو دا فرصت تر بل هر وخت برابر شوی چې امریکایي سرتېري له افغانستان و ایستل شي.





























