د هالنډي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې یو شمېر افغان ژباړنو ته پنا ورکړي. د سرچینې په وینا دوی هغه کسانو ته د پنا ورکولو پرېکړه کړې چې په افغانستان کې یې ددوی له سرتېرو سره ماموریت مخ ته وړی دی او د ژباړن په توګه یې دنده ترسره کړې ده. په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې له ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ یې په اروزګان کې د یاد هېواد له سرتېرو سره ماموریت ترسره کړی دی. د هالنډ حکومت ویلي افغان ژباړن دې دوی ته اسناد برابر کړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی. تر دې وړاندې امریکا هم ۴۰۰۰ افغان ژباړنو ته د پنا ورکولو پرېکړه وکړه.





























