امریکا له افغانستان سره د هند د همکاریو ستاینه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې دوی له افغانستان سره د هند له همکاریو منندوی دي او ددغه هېواد رول د افغانستان په پرمختګ کې مثبت ارزوي. مایک پمپیو همدا راز ویلي افغان چارواکي، غیر حکومتي سیاسي مشران او طالبان باید په دې پوه شي چې د تاوتریخوالي په کمولو، اوربند او د سولې بین الافغاني خبرو پر مټ دلته روانه جګړه ختمېدلی او دایمي سوله راتللی شي. نوموړي دغه راز ویلي دوی به هله په افغانستان کې خپل حضور راکم کړي، چې ډاډه شي دغه هېواد بیا د ترهګرو پر امن پټنځای نه بدلېږي، امریکا او ملګرو ته یې خطر نه ترې متوجه کېږي او ګواښونه تر وروستۍ کچې را ټېټېږي.





























