د واشنګټن پوسټ افشا کړو اسنادو ټرمپ ته د سرتېرو د ایستلو ښه پلمه په لاس ورکړې ده. واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي ټرمپ تر ولسمشرۍ مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او دغه جګړې مخالف و او اوس ددې غوښتونکی دی چې له دغه هېواد خپل سرتېري وباسي. د سرچینې په خبره د واشنګټن پوسټ افشا کړو اسنادو دا په ډاګه کړه چې د سرتېرو پر ایستلو د ټرمپ ټینګار سم و او اوس تر بل هر وخت دې ته ښه پلمه برابره شوې چې امریکايي ځواکونه له افغانستان و ایستل شي. سرچینه کاږي دمګړی امریکایي حکومت پر دې لګیا دی چې وکړی شي له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او پر همدې پلانونو کار کوي.





























