که د نننۍ نړۍ لپاره یو نوم ټاکو، نو د (د بریالیتوب نړۍ) به ورته تر ټولو ښه نوم وي. ټول غواړي چې باید بریالي وي، خو کله کله بریا ته لاسرسی سخت وي. د خلکو یوه ستونزه دا ده چې ځان ورته جامع الکمالات ښکاري او په هوښیارۍ کې یې پر ځان تمامه کړې وي. لږ باید د نورو خبرو ته هم غوږ کېښودل شي او مطالعه وشي. بې ځایه وخت تېرول ډېر خطرناک کار دی. د ودې د کلونو په اوږدو کې باید پر زده کړو تمرکز وکړو. داسې زده کړه چې فکر کولو ته مو لېواله کړي.
کله مو چې فکر کول زده کړل، نو هېڅکله باید دغه وړتیا له لاسه ور نه کړو. ګټوره زده کړه نه یوازې دا چې بریا ته مو رسوي، بلکې ځوان مو هم ساتي. له خپلو خپلوانو، ملګرو، دوستانو او مشتریانو څخه هم زده کړه وکړئ. دا به وړیا زده کړه وي، خو ډېره ګټوره ده. وختونه کېږي چې دا تصور موجود دی چې ټولې بریاوې په اصل کې له ذهنه پیلېږي. په کلي ډول دغه موضوع اوس منل شوې هم ده، چې بریا او ماتې دواړه لومړی زموږ په ذهن کې جوړښت مومي. ان تر هغه مخکې چې پر واقعیت بدلې شي. افلاطون ویلي: «هر شی دوه ځله خلق کېږي، یو ځل په ذهن کې او بل ځل له ذهنه د باندې». نو د بریالي حرکت لپاره لومړۍ موخه باید دا وي چې له ذهني اړخه باید ورته د یوه بریالي حرکت په سترګه وکتل شي. هغه مسیر په خپل ذهن کې ترسیم کړئ. دغه کار به درته د مثبتې پایلې ضمانت وکړي.
غوره پانګونه دا ده چې لومړی پر خپل ځان پانګونه وکړئ. له ځان سره مینه وکړئ او د ښو لایق یې وګڼئ. دویم پر خپلو ملګرو او دوستانو باندې پانګونه وکړئ. داسې ملګري چې بریا ته په رسېدو کې پرې باور وکړی او زړه پرې وتړی. په ماتې کې تر ټولو غوره ټکی دا دی چې دا ځل موږ تر لومړي ځل په خلاصو سترګو پرېکړه کوو او لوری ټاکو. له ماتې وروسته باید موږ تیار اوسو او د هغو درسونو له مخې حرکت وکړو، چې له ماتې څخه مو زده کړي دي. کیدای شي هره ورځ مو له لاسته راوړنو ډکه او بې عیبه نه وي، خو له کار سره مینه د دې لامل کېږي، چې کار درته ارزښتمن شي. له کار سره دې دا ډول مینې پیدا کول یا پیدا کېدل، کېدای شي وخت ونیسي؛ خو د بریالیو کسانو درسونه موږ ته راښیي، چې دا کار په جګړې او زحمت ارزي.
که غواړی په ټوله مانا یو بریالی انسان وی، نو هر ځای چې ګام ږدی، مینه وکرئ، خوښي او مثبته انرژي تولید کړئ، د خپلو تېروتنو په اړه نور ځورول او د ملامتیا ګوته ورته نیول اسانه کار دی؛ خو تر ټولو اسانه کار او هغه مهارت چې باید زده یې کړی، دا دی چې د خپلو ټولو کارونو مسوولیت پر خپله غاړه واخلئ. ان کېدای شي تر دې یو ګام نور هم مخکې لاړ شی او ستونزو ته د حل لار ولټوئ. دغه کار مو په ژوند کې بریا تضمینوي.
ژباړن وايي: «د (بریا لار) چې د ناپیلیون هېل اثر دی، ځکه مې یې پښتو ژبې ته د ژباړې هڅه وکړه، چې د بریا ډېرې اسانه او عملي لارې چارې یې پکې په ګوته کړې دي. که څه هم بریا ته غځېدلې لار مستقیمه نه وي او له لوړو ژورو ډکه وي، خو که کتاب په دقت مطالعه کړی، په دې لوړو ځوړو کې تګ به درته اسانه او خپلو ټولو هغو هیلو ته به ورسېږی، چې په سر کې مو درلودې او خوب مو یې لیدلی و.
مینه وال کولای شي دغه کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.