دې کتاب په ۲۰۰۶ ز کال کې د کتابونو پر نړۍ ډېر زیات اغېز وکړ، ځکه پکې را غونډ شوي مالومات او پټ رازونه د لومړي ځل لپاره افشا شول او له امریکا سره د ایران د اټومي لانجې په تړاو د منځني ختیځ په اړه ناویل شوي څیزونه پکې روښانه شول. کره مالومات د دې کتاب تر ټولو مهمه ځانګړتیا ده، داسې چې د پردې تر شا د (اسراییلو، ایران او امریکا) مثلت پټې معاملې کولې، خو د دې کتاب لیکوال ترې پرده پورته کړې ده. لیکوال تریتا پارسي په امریکا کې د امریکایانو د ملي شورا مشري کوي چې د منځني ختیځ، ایران، امریکا او اسراییلو په اړه یې ډېر کتابونه لیکلي دي.
په دې کتاب کې د ایران- اسراییلو د تېرو ۵۰ کلنو اړیکو، امریکايي سیاست او په منځني ختیځ کې د امریکا اغېز او ځای ته کتنه شوې ده. د دې کتاب لیکوال له څه باندې ۱۳۰ لوړپوړو اسراییلي، ایراني او امریکايي چارواکو سره مرکې کړې دي، چې د خپلو هیوادونو په مهمو پرېکړو کې ښکېل وو. پر دې سربېره، ډېرې وثیقې، تحلیلونه او معتبر مالومات پکې را اخیستل شوي دي. لیکوال د امریکا، ایران او اسراییلو هغو دری اړخیزو اړیکو ته کتنه کړې ده، چې پر مټ یې هره یوه د خپلو ګټو لپاره بېل بېل سیاست کړی دی او د پټو معاملو له لارې، پرته له دې چې له یو بل سره خپله دښمن وښيي، ډېرې معاملې یې کړې دي.
د واکمن تفکر برعکس، د کتاب پر بنسټ، ایران او اسراییل له یو بل سره په ایډیالوژیکه شخړه کې نه دي، بلکې د حل وړ ستراتیژیک حل لري. په کتاب کې ډېر ځایه راغلي دي چې ایران او سراییل په پټو او مخامخ خبرو کې هېڅکله یو بل ته سوځوونکې او دښمنانه خبرې نه کوي. کتاب دې ته اشاره کړې چې د جیو- سیاسي وضعیت له مخې، ایران او اسراییل د عربانو په لمن کې نه دې جګړې او نه هم د سولې ژوند لري. د دې کتاب ارزښت د کره مالوماتو په را غونډولو کې دی، چې ځینې یې د لومړي ځل لپاره نړیوالو ته په ډاګه شوي دي. بل دا چې لیکوال د ایران، اسراییلو او امریکا تر منځ د اړیکو طبعیت ته له ظاهري اختلاف سربېره کتنه کړې ده او د اړیکو هغه خړه فضا یې هم روښانه کړې ده، چې دواړو لورو پکې خپلې ګټې لټولې.
د کتاب لیکوال په دې اند دی چې مذهبي ایران د امریکا او اسراییلو غیر عقلاني دښمن نه دی، لکه څرنګه چې د صدام حسین په مشرۍ عراق او د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان داسې نه و. دواړه دولتونه داسې انګېري چې ګني په لوېدیځ او سویل کې پر خپلو ګاونډیو عربانو له کلتوري او تاریخي اړخونو غوره والی لري او داسې ګومان کوي چې د دوی په منځ کې د فارسیانو وجود د دوی په تمدن کې ډېره همکاري کړې ده.
مینه وال کولای شي پر اکسوس سربېره، دغه کتاب د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.