په قطر کې طالب استازو ویلي، چې د سولې په خبرو کې د امریکا له غوښتنو څخه پوزې ته راغلي دي. راپور کې ویل شوي چې طالبان وايي سره له دې چې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه یې کړې ده خو بیا هم د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نوې غوښتنې مخې ته کړې دي. خو طالبانو دا غوښتنې نه دي واضح کړي. طالبانو دا خبره تېره ورځ په خپلې رسمي ویب پاڼې کې کړې ده او امریکا يې د وخت په ضایع کولو تورنه کړې ده. طالبانو ویلي دي چې له خلیلزاد سره مذاکرات د تاوتریخوالي د کمولو په تعریف باندې ځنډېدلي دي. تر دې دمه امریکايي چارواکو او نه هم خلیلزاد په رسمي توګه څه ویلي دي.





























