پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په نړیواله جګړه کې د امریکا تر ټولو ځوروونکی او ښايي تر ټولو مهم متحد وي. له ډېرو کلونو راهیسې پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه لګول کېږي. د دغو تورونو لاملونه په افغانستان کې د طالبانو د پخواني حکومت ملاتړ او په کشمیر کې د هند د واکمنۍ پر ضد د وسله وال مخالفت هڅول دي. خو پاکستان د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته، له امریکا سره لاس یو کړ. له امریکا سره یې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال مرسته وکړه او ارزښتناک استخباراتي معلومات یې ورسره شریک کړل.
نن پاکستان په یو وخت کې هم د افراطي اسلام د روزلو ډګر دی او هم په سوېلي اسیا او ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د په له منځه وړلو کې د امریکا ګډ متحد دی.
دغه ناڅرګنده اړیکه د اسلامپالو او پاکستاني پوځ په تاریخي ائتلاف کې ریښې لري او همدا د دغه ځوان او لانجمن هېواد د په زړه پورې سیاسي تاریخ په اړه د حسین حقاني د کتاب موضوع ده. حقاني چې د نړیوالې سولې لپاره د کارنېج اینډومنټ په نامه څېړنیز مرکز محقق، سیاسي مبصر او د پاکستان پخوانی سیاسي ډیپلوماټ دی، د پاکستان د حکومتولۍ بشپړه موده یې ارزولې او د دې ارزونې له لارې یې په ډېر مهارت هغه مهم فکټورونه را برسېره کړي چې د پاکستان د تکامل خاکه جوړوي.
حقاني ښايي چې د پاکستان د بهرنیو او کورنیو ګواښونو په اړه د هغه نظریو د اسلامپالو او پوځ تر منځ یو ځوروونکی ائتلاف رامنځ ته کړی وي. حکومتي چارواکو له اسلامه نه یوازې د ګڼ توکمه او ګڼ ژبي پاکستان د یووالي لپاره کار اخیستی دی، بلکې د هند چې ډېری وګړي یې هندوان دي، په مخالفت یې د پاکستان د هویت د پياوړي کولو لپاره ګټه ترې اخیستې ده. له ګاونډي هند سره له شخړې نه تر ډېره د پاکستان پوځ ګټه اخیستې او پاکستاني پوځ د خپل لوړ موقف پر مټ د حکومت په پالیسۍ کې ان د ملکي واکمنۍ او حکومتونو پر مهال هم برخلیک ټاکونکی رول لوبولی دی. حقاني ادعا کوي چې که څه هم پاکستاني مشرانو په وار وار د مذهبي ملتپالنې له لارې خپلې شخصي ګټې خوندي کړې دي، خو د دغه کار د نامطلوبو پایلو په کنټرول کې ډېر ځله پاتې راغلي دي. دی ګواښ کوي چې د اسلامپالو او پاکستاني پوځ تر منځ تاریخي ائتلاف د دې توان لري چې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې خنډ را منځ ته کړي، د نړۍ مهمې برخې افراطي کړي او یو ځل هند او پاکستان د جګړې پولې ته نږدې کړي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.